د پاکستان د پوځ مشر کابل ته راغلی او ولسمشر غني ورسره لیدلي دی

20 جوزا 1399 ساعت 12:55

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې لیدلي دي.


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل کې پاکستان سفارت د باجوه د راتګ پخلی کړی ویلي یې دي، چې نوموړی نن سه شنبې د غبرګولي ۲۰مه کابل ته راغلی دی.

د پاکستان سفارت وايي، جنرال باجوه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم لیدلي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

افغان ولسشمرۍ ماڼۍ هم تر اوسه د دغه لیدنې او خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو ځینې سرچینې وايي، ښاغلي غني او باجوه د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

باجوه پر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې په دې وروستیو کې خلیلزاد یو ځل بیا د سولې لپاره د سیمې په سفر راوتلی او ورسره د سولې د بین الاافغاني خبرو د پیل خبرې  تودې شوې دي.

خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره تر لیدنې وروسته د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره هم وکتل او دا مهال بېرته قطر ته تللی دی.

ویل کېږي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره د بین الاافغاني خبرو د پیل پر نېټه او ځای خبرې کوي.

په ورته وخت کې ځینې طالب سرچینو لوېدیځو رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله هم د بین الاافغاني خبرو سره موافقه کړې او طالب مشران دا مهال د دغه خبرو پر اجنډا کار کوي.

له دې سره یو ځای د افغان دولت سرچینو ویلي، چې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې به روان جون میاشت کې په دوحه کې پیل شي، چې په وینا یې لومړی غونډه به د کرونا ویروس له امله د ویډیويي کنفرانس له لارې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128521

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128521/

جمهور
  https://www.jomhornews.com