۰
د افغانستان د ملي امنیت شورا:

تر دا مهاله مو ۳ زره طالب بندیان خوشي کړي، دا لړۍ به دوام ولري

سی شنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۴
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، حکومت تر دا مهاله د طالبانو ۳ زره بندیان خوشي کړي او دا لړۍ به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري.
تر دا مهاله مو ۳ زره طالب بندیان خوشي کړي، دا لړۍ به دوام ولري
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، حکومت تر دا مهاله د طالبانو ۳ زره بندیان خوشي کړي او دا لړۍ به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل چې نن سه شنبې د غبرګولي ۲۰ مه کابل کې مطبوعاتي ناستې ته خبرې کولې و ویل، چې حکومت دغه بندیان سولې خبرو ته د باور فضا رامنځ ته کولو او سولې ته رسېدو په موخه  خوشي شوي دی.

د فیصل په وینا حکومت تر دې مهاله د پروان له توقیف ځایه، څرخي پله او هېواد د نورو زندانونو څخه ۳ زره طالب بندیان خوشي کړي او طالبانو بیا د حکومت ۲۷۷ زنداینان خوشي کړي.

هغه ډاډ ورکړ، چې د حکومت له خوا د زندانیانو د خلاصون لړۍ به راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري خو له طالبانو یې هم وغوښتل، چې ورسره ټول بندیان خوشي او  تاوتریخوالی کم کړي.

د هغه په وینا د سولې به بهیر کې د باور جوړونې او  دایمي  سولې ته د رسېدو په خاطر طالبانو ته هم بویه چې چټک اقدامات وکړي، تر څو د ولس له غوښتې  سره سمه سوله او ثبات رامنځ ته شي.

فیصل وايي، افغان حکومت د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته پوره چمتووالی لري او پر طالبانو یې هم غږ وکړ چې په دې اړه اقدامات وکړي.

که څه هم د سولې د بین الاافغاني خبرو کره نېټه نه ده معلومه، خو ځینې باوري سرچینې وايي، ښايي دغه  خبرې د روانې جون میاشتې په نیمايي کې د کابل او دوحې تر منځ د ویډیويي کنفرانس له لارې وشي.

په ورته وخت کې ځینو طالب سرچینو لوېدیځو رسنیو ته ویلي، چې د  طالبانو مشر د سولې د بین  الاافغاني خبرو سره موافقه کړې او اوس طالب مشران د دغه خبرو پر اجنډا کار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي