۰

سمنګان: په کان کې چاودنې ۱۶ کارګر وژلي دي

چهارشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۴
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې په سمنګان ولایت کې په یوه کان کې له چاودنې وروسته کان پر کارګرو راپرېوتی، چې له امله یې ۱۶ کارګر وژل شوي دي.
سمنګان: په کان کې چاودنې ۱۶ کارګر وژلي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې په سمنګان ولایت کې په یوه کان کې له چاودنې وروسته کان پر کارګرو راپرېوتی، چې له امله یې ۱۶ کارګر وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د غبرګولي۲۰ مه له غرمې وروسته د سمنګان دره صوف بالا ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د دره صوف بالا ولسوال محمد سلطان سلطاني وايي، د یادې ولسوالۍ په شباشک کې په یوه کان کې چاودنه شوې ده.

هغه د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو د کانونو وزارت ویاند عبدالقدیر مصطفی وايي، دوی په لاس ورغلي معلومات ښي، چې په کان کې ۱۶ کارګر وژل شوياو۱۸ نور هم بند پاتې دي.

ویل کېږي سیمې ته د ژغورنې ټیم رسېدلی خو تر اوسه یې بند پاتې کسانو برخلیک نه دی معلوم کړي.

د کانونو وزارت مسوولین وايي، خپلو تخنیکي او عملیاتي ټیمونو ته یې لارښوونه کړې، چې  ژر لاس په  کار شي او د پېښې په اړه ټول معلومات راټول کړي.

د یادونې  ده، چې په د سمنګان د ډبرو سکرو په دغه کانونو کې له دې وړاندې هم څو څو ځله ورته پېښې رامنځ ته شوې، چې لامل یې په غیر قانوني او غیر فني توګه د کانونو را ایستل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي