۰
عبدالله:

له جنرال باجوه او آی اېس آی له مشر سره مې لیدنه رغنده وه

چهارشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۷
د افغانستان د ملي مصالحې د شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمرجاوید باجوه، د استخباراتو له مشر او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره کتلي دي.
له جنرال باجوه او آی اېس آی له مشر سره مې لیدنه رغنده وه
د افغانستان د ملي مصالحې د شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمرجاوید باجوه، د استخباراتو له مشر او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال باجوه او د پاکستان د استخباراتو مشر پرون په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلل او له غرمې مخکې یې د ولسمشر غني سره ولیدل.

ارګ وايي، په دغو لیدنو کې له سولې څخه د پاکستان ملاتړ او د یو بل پر ضد د خاورې نه کارېدلو باندې بحث شوی دی.

تر دې وروسته دغه پاکستاني چارواکي ډاکتر عبدالله ته ورغلل او له هغه سره یې د افغانستان او پاکستان پر اړیکو، د سولې پروسې او ځینو نورو مسایلو خبرې وکړې.

ډاکتر عبدالله تر دغه لیدنې وروسته تېره شپه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې  له جنرال باجوه او نورو پاکستاني چارواکو سره یې ناسته او خبرې رغنده وې.

نوموړي ویلي، افغان مشرانو د سولې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ټول اقدامات ترسره کړي دي، خو په وینا یې په دې برخه کې د سیمې په تېره د پاکستان رول ډېر مهم دی.

د عبدالله دفتر بیا وايي، له جنرال باجوه سره په اوربند او بین الافغاني مذاکراتو خبرې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي