نړیوال بانک هم له افغانستان سره د ۵۰ ټنه طبي توکو مرسته وکړه

21 جوزا 1399 ساعت 11:48

یونسیف ادارې د نړیوال بانک له لوري د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د ۵۰ ټنه طبي توکو د مرستې خبر ورکړی دی.


یونسیف ادارې د نړیوال بانک له لوري د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د ۵۰ ټنه طبي توکو د مرستې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اداره نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۱ مه یوه اعلامیه کې ویلي، د نړیوال بانک په دې بسته کې ۵۰ ټنه روغتیایي توکي ځای پر ځای شوي دي.

اعلامیه کې ویل شوي په دې کې ۱۵۰ زره محافظتي تجهیزات شامل دي او هغه کسان به ګټه ترې واخلي چې له کورونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې پر دندو بوخت دي.

د یونسیف ادارې دغه راز زیاته کړې، چې اوسمهال په افغانستان کې شپږ فیصده روغتیایي کار کوونکي پر کورونا ویروس اخته شوي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس هنري کیرالي هم ویلي، دا چې په افغانستان کې د کورونا ویروس مخ په ډېرېدو دی، دا مرسته شوي توکي به د روغتیایي کارمندانو په ساتنه کې مهم رول ولري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني د نړیوال بانک له دغو مرستو مننه کړې وايي، په ټولو روغتیايي مرکزونو کې د معیاري خدمتونو وړاندې کول د وزارت مهم پرګرامونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو مشېر ۲۲۱۴۳ تنو ته رسېدلي، چې څه باندې ۳ سوه ترې مړه شوي او کابو ۳ زره ترې روغ شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128552

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128552/

جمهور
  https://www.jomhornews.com