ملي امنیت له طالبانو یوه بې پیلوټه الوتکه نیولې

21 جوزا 1399 ساعت 12:37

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، وايي، ننګرهار کې یې د عملیاتو د وسله والو طالبانو یوه بې پیلوټه الوتکه او نورې سپکې او درنې وسلې تر لاسه کړې دي.


د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، وايي، ننګرهار کې یې د عملیاتو د وسله والو طالبانو یوه بې پیلوټه الوتکه او نورې سپکې او درنې وسلې تر لاسه کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۱ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، ځانګړو ځواکونو دغه عملیات د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې کړي دي.

سرچینه زیاتوي، عملیات په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه نیول شوي قوماندان عبدالفتاح مشهور په پتنګ د چاودېدونکو موادو پر مرکز تر سره شوي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د قوماندان پتنګ د وسلو له زېرمتونو څخه د طالبانو یوه بې پیلوټه الوتکه، یو شمېر سپکې او درندې وسلې او د هاوان ۸۲ مرمۍ لاس ته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو ځانګړو عملیاتو کې د غلام محمد او روزي خان په نوم دوه تنه چې د دغو چاودېدونکو مودو ساتنه یې کول هم نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 128553

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128553/

جمهور
  https://www.jomhornews.com