۰

خلیلزاد له ولسمشر غني او عبدالله سره پر سوله خبرې کړې دي

پنجشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۵
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني او مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله سره پر سوله خبرې کړې دي.
خلیلزاد له ولسمشر غني او عبدالله سره پر سوله خبرې کړې دي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني او مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله سره پر سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ناسته او خبرې پرون چهارشنبې د غبرګولي ۲۱ مه ارګ کې شوې، چې  د ولسمشر مرستیالان، د ملي امنیت شورا سلاکار، یو شمېر چارواکو او کابل کې د امریکا شارژدافیر هم ګډون درلود.

د ارګ خبرپاڼه وايي، په دې ناسته کې د سولې پر پروسې، د اورکم او نااعلان شوي اوربند د دوام پر څرنګوالي او د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هیوادونو پر ژمنو خبرې وشوې.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې یو ځل بیا په ټينګار سره ویلي، چې حکومت د سولې ټنګښت ته بشپړ ژمن دی او موخه یې  د اده، چې د سولې پروسې په برخه کې عملي ګامونه واخستل شي.

ښاغلی غني و ايي، د افغانستان خلکو اساسي غوښتنه سوله ده او حکومت هم هغه ته د عمده لومړیتوب په سترګه ګوري او د پایداره سولې د ترلاسه کولو لپاره به بین المللي ټولنې سره یو ځای هڅه وکړي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د سولې پروسې په اړه  لیدنې کتنې زیاتې شوې، چې په ترڅ کې یې خلیلزاد، قطر، اسلام آباد او کابل ته سفرونه درلودل او دغه راز د پاکستان نظامي چارواکو او د قطر ځانګړي  استازي کابل ته سفر کړی او له افغان چارواکو سره یې پر سوله خبرې کړې دي.

راپورونه وايي، د طالبانو مشر هم له بین الاافغاني خبرو سره هوکړه کړې او کېدای شي د روانې میلادي میاشتې  نیمايي کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې د ویډیويي کنفرانس له لارې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي