کابل، مسکو او واشنګټن پر افغان سوله غونده کوي

22 جوزا 1399 ساعت 9:08

ټاکل شوې د افغانستان، روسیې او امریکا تر منځ په راتلونکو نېږدې ورځو کې د افغانستان د سولې پر پروسه غونډه تر سره کړي.


ټاکل شوې د افغانستان، روسیې او امریکا تر منځ په راتلونکو نېږدې ورځو کې د افغانستان د سولې پر پروسه غونډه تر سره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف کړې وايي، دغه ناسته به د راتلونکې دوشنبې د غبرګولي ۲۲ مه (د جون۱۵ مه) د ویډیويي کنفرانس له لارې وشي.

په دې ناسته کې به د بین الاافغاني خبرو د پیل په باب بحث وشي، چې ګډون وال به یې خپله کابلوف، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وي.

کابلوف وايي، دا خبرې ښاغلي اتمر په غوښتنه کېږي، چې دوی هم ورسره موافقه کړې  او د غونډې اصلی هدف او د خبرو د اجنډا مرکزي ټکی د بین الافغاني خبرو د چټکتیا پر لارو چارو غور دی.

د هغه په وینا دا درې اړخیزې خبرې له هغو خبرو جلا دي چې، روسیه او امریکا یې په منظم ډول د افغانستان په اړه کوي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د بین الاافغاني خبرو د پیل او سولې پروسې په اړه ناستې او خبرې اترې زیاتې شوې دي.

د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره خلیلزاد دوه ځلې قطر، بیا اسلام آباد او کابل ته سفرونه وکړل، دغه راز د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشران او د قطر ځانګړی استازی کابل ته راغلل او له ولسمشر غني او نورو چارواکو سره یې پر سوله خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 128571

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128571/

جمهور
  https://www.jomhornews.com