۰
جنرال مکینزي:

طالبانو له امریکا سره د کړې موافقې شرطونه نه دی پوره کړي

پنجشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۰
د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکینزي وايي، طالبانو هغه شرطونه نه دي پوره کړي، چې له امریکا سره یې د سولې په موافقه کې کړي دي.ږ
طالبانو له امریکا سره د کړې موافقې شرطونه نه دی پوره کړي
د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکینزي وايي، طالبانو هغه شرطونه نه دي پوره کړي، چې له امریکا سره یې د سولې په موافقه کې کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، طالبانو د فبروري د ۲۹ مې په موافقه کې پر ځان ځینې شرطونه منلي و او د عملي کولو ژمنه یې کړې ده، چې پر اساس یې له افغانستان ټول امریکايي ځواکونه ووځي، خو په وینا یې دوی دا شرطونه نه دي پوره کړي.

هغه چې په واشنګټن کې د منځني ختیځ انستیتیوت په کوربه توب ویدیو کنفرانس خبرې کولې ته وویل «شرطونه دا دي: ایا موږ ډاډ ترلاسه کولی شو چې له افغانسانه بیا پر موږ حملې نه کېږي؟ او که اوس له ما وپوښتۍ، په صداقت ویلی شم چې دا شرطونه عملي شوي نه دي.»

د هغه په وینا امریکا ژمنه کړې وه چې تر جولای وړاندې به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۵۰۰ ته راکموي او دا کار یې تر مهالوېش وړاندې کړی دی.

جنرال مکینزي ټینګار وکړ چې د راتلونکي کال تر مې میاشتې پورې د ټولو امریکايی پوځیانو ایستل د شرطونو له پوره کولو سره تړلي دي.

نوموړي دا هم ویلي،  چې د امریکا لپاره طالبان ګواښ نه دي او هېڅکله ګواښ نه ول، خو په وینا یې ځینې عناصر شته چې هغو کسانو ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې واوسي او امریکا ته ګواښ پېښ کړي.

نوموړي د داعش وسله والو او القاعده یادونه وکړه ویې ویل« موږ باور لرو چې طالبان په حقیقت کې د داعش ملګري نه دي او د هغو پر ضد کار کوي، خو دا ما ته لږ ناڅرګنده ده چې ایا دوی به دې ته ورته اقدام د القاعده پر ضد هم وکړي؟»

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان زیاتوي، چې د ټرمپ اداره په داخل کې او له ناټو او نورو ايتلافیانو سره په افغانستان کې د خپلو راتلونکو اقداماتو په اړه په خبرو بوخته ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي