خلیلزاد:

د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه چمتوي دي، چې د افغان سولې ملاتړ وکړي

22 جوزا 1399 ساعت 9:36

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د سیمې هیوادونه، نړیواله ټولنه او بین المللي سازمانونه تیار دي چې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان د هڅو ملاتړ وکړي.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د سیمې هیوادونه، نړیواله ټولنه او بین المللي سازمانونه تیار دي چې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان د هڅو ملاتړ وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه څرګندونې پرون د ولسمشر غني، د هغه د مرستیالانو، د ملي امنیت شورا د سلاکار، د مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نور افغان چارواکو سره په ګډه ناسته کې کړې دي.

نوموړي قطر او پاکستان ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه جزیات وړاندې کړي ویلي یې دي، د امریکا متحدو ایالتونو هڅه دا ده چې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې په افغانستان کې پایداره سوله ټینګه شي.

دی وايي، له طالبانو او پاکستاني چارواکو سره خبرو کې دواړو لورو د مخامخ مذاکراتو د پیل لپاره د اورکم یا نااعلان شوي اوربند پر دوام ټینګار وکړ.

خلیلزاد دغه زار و ویل«ما د امریکا متحدو ایالتونو پیغام راوړی دی چې د سولې لپاره د طالب بندیانو خوشې کولو بهیر کې د افغانستان حکومت د زړورو او سختو ترسره شویو اقداماتو مننه وکړم.

په ورته وخت کې ولسمشر غني ویلي، د افغانستان حکومت او سیاسیون سیاسي اجماع لري او په یوه غږ یې د جمهوریت دفاع کړې او په افغانستان کې د جګړې پایته رسېدو او د پایداره او باعزته سولې تامین ته ژمن دي.

ښاغلي غني زیاته کړې، دا چې نړیواله ټولنه، بین المللي سازمانونه او دوست هیوادونه د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي، دوی یې مننه او ملاتړ کوي.

افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې سوله او امنیت د سیمې د سولې او اقتصادي انکشاف لامل هم کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 


د مطلب کود: 128574

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128574/

جمهور
  https://www.jomhornews.com