د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ډاکټر مطلق بن ماجد القحطاني سره لیدلی دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، د ښاغلي اتمر او ښاغلي القحطاني لیدنه پرون چهارشنبې د غبرګولي ۲۱ مه کابل کې شوې.
سرچینه زیاتوي،ښاغلي اتمر په له کورونا سره د مبارزې په حساسو شرايطو کې د افغانستان ولس او دولت سره د قطر دولت له روغتيايي مرستو مننه او هرکلی وکړي.
دغه راز ښاغلي اتمر د دغه هېواد دايمي او اغېزمنو هڅو، او په ځانګړې توګه د افغانستان دولت او طالبانو تر منځ د سولې د بهير د اغیزمنتوب په برخه کې هم د ښاغلي قحطاني له هڅو هرکلى وکړ او له نوموړي يې مننه کړې ده.
اعلامیه وایي، په دې لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې د دواړه هېوادونو د دوه اړخيزو همکاريو د پياوري کولو په باب هم خبرې وشوې.
په ورته وخت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د شخړو د اوارولو لپاره د منځګړيتوب په برخه کې د قطر بهرنیو چارو وزير ځانګړي استازي، ډاکټر مطلق بن ماجد القحطاني د سولې په بهير کې د خپل هېواد د همکاريو له دوام ځخه ډاډ ورکړ دي.
نوموړي د بین الافغاني خبرو اترو د ژر تر ژره پيل په اړه يې اميدواري څرګنده کړه.
د یادونې ده، چې القحطاني پرون کابل ته راغلی او د سولې د مصالحې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره یې هم پر سوله خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل