افغانستان د وروستۍ پېښې د څېړلو لپاره ایران ته پلاوی استوي

22 جوزا 1399 ساعت 10:15

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به په ایران کې د افغان مسافرو سره د وروستۍ شوې پېښې د څېړنو لپاره یو پلاوی دغه هېواد ته ولېږدي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به په ایران کې د افغان مسافرو سره د وروستۍ شوې پېښې د څېړنو لپاره یو پلاوی دغه هېواد ته ولېږدي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت پرون چهارشنبې د غبرګولي ۲۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا پلاوی به په ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو له ایراني لور سره خبرې وکړي او د افغان کډوالو په وړاندې د وروستیو پېښو په ارتباط به له ایراني لوري څخه د وضاحت غوښتنه وکړي.
 
په خبرپاڼه کې په ایران کې د افغان اتباعو او پناه غوښتونکو په تړاو د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.

سرچینه وایي د همدې پېښې په تړاو د ملي امنیت شورا غونډه وشوه او کډوالو د کوربه توب څخه په مننې، له ایران څخه وغوښتل، ترڅو له افغان اتباعو سره د زغم او همکارۍ په روحیه سمبال چلند وکړي.
 
خبرپاڼه وایي، په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د دغه موضوعاتو د حل په موخه یو پلاوی ایران ته سفر وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه پلاوی به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې امنیت د لا ډاډمنتیا، د ناقانونه تګ راتګ مخنیوي، په ۱۳۳۵ لمریز کال کې د سرحدي کمیسارانو منعقده قرارداد د نوي کولو، د پولې په دواړو خواوو کې له انساني قاچاقبرانو سره د مبارزې، په ایران اسلامي جمهوریت کې د افغانستان اسلامي جمهوریت اتباعو د هویت د تثبیت پروسې پیل کولو او د هغوۍ اقامت قانوني کولو او همداراز د افغان کارګرو د استخدام د تنظیم هوکړه لیک د مسودې وروستي کولو او پلي کولو باندې په تمرکز سره، د یادې پېښې رامنځ ته کېدو د لاملونو په اړه په قانوني ډول مذاکرات او خبرې اترې وکړي.

د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د ایران په یزد ښار کې ایراني ځواکونو له لوري پر یوه موټر چې افغان کډوال په‌کې سپاره وو ډزې وشوې چې په دې پېښه کې درې افغانان و وژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128581

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128581/

جمهور
  https://www.jomhornews.com