۰

طالبانو په زابل کې د حکومت اته تنه بندیان خوشې کړي

پنجشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۰
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دوی د افغان حکومت ۸ تنه نور بندیان هم ورخوشي کړي دي.
طالبانو په زابل کې د حکومت اته تنه بندیان خوشې کړي
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دوی د افغان حکومت  ۸ تنه نور بندیان هم ورخوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین په خپل ټوېټر لیکلي، چې دغه بندیان پرون چهارشنبې د غبرګولي ۲۱ مه په زابل ولایت کې خوشي شوي دي.

نوموړي ویلي، دا اته تنه پولیس او عسکر دي چې خپلو کورنیو ته واستول شول او دا لړۍ به ادامه پیدا کړي.

د یادونې ده، چې طالبانو تر دې دوه ورځې وړاندې په اروزګان، نیمروز ولایتونو کې هم یو شمېر افغان بندیانو خوشي کړي وو.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو تبادله له نېږدې  دوه میاشتو راهیسې پیل شوې، چې  حکومت تر اوسه د طالبانو ۳ زره او طالبانو د حکومت کابو ۵ سوه زندانیان خوشي کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي