واشنګټن ایکزماینر:

د امریکا او طالبانو هوکړه عملي نه برېښي، خلیلزاد د واک تږی دی

24 جوزا 1399 ساعت 9:55

واشنګټن ایکزماینر نشریه په یوه مقاله کې لیکي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې شوې هوکړه عملي نه برېښي او د خلیلزاد هڅې یوازې د واک تر لاسه کولو لپاره دي.


واشنګټن ایکزماینر نشریه په یوه مقاله کې لیکي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې شوې هوکړه عملي نه برېښي او د خلیلزاد هڅې یوازې د واک تر لاسه کولو لپاره دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشریې لیکلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې ده خو لومړني استخباراتي او رسنیز معلومات ښيي چې په افغانستان کې یې د جګړو په کمولو کې اغېز نه دی لرلی.

د مقالې د لیکوال په بار دغه هوکړه بریالی نه برېښي، خو دا چې خلیلزاد تر هر څه ځان ته لومړیتوب ورکوي نو په هره بیه چې وي غواړي دغه هوکړه بریالۍ وښيي.

په مقاله کې ویل شوي«خلیلزاد په افغانستان یا امریکا کې د واک تږی دی، نو ځکه هڅه کوي په بېلو لارو په رسنیو کې هوکړه بریالۍ وښيي خو حقیقت دا دی چې دغه هوکړه عملي نه برېښي.»

د سرچینې په وینا افغانستان کې لا هم شدیدې جګړې روانې دي، طالبان لا هم پر افغان پوځیانو بریدونه کوي، نوي سرتېري بندي کوي او لا هم تاوتریخوالی په اوج کې دی.

دغه نشریې پر امریکایي حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او دایمي سولې لپاره عملي او رښتیني ګامونه اوچت کړي او په تشه هیله مندۍ دې د امریکایي وګړو ژوند له خطر سره نه مخ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 128615

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128615/

جمهور
  https://www.jomhornews.com