۰

افغانستان کې ۷ میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي

شنبی ۲۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۲
د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال ټولنه وایي، په افغانستان کې څه باندې ۷ میلیونه ماشومان د لوږې له خطر سره مخ دي.
افغانستان کې ۷ میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي
د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال ټولنه وایي، په افغانستان کې څه باندې ۷ میلیونه ماشومان د لوږې له خطر سره مخ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  دغه ټولنه زیاتوي، لوی شمېر ماشومان د لوږې له امله درانه کارونه کوي او د کرونا له لاسه به دا وضعیت لا کړکېچن شي.

د ماشومانو د مزدورۍ ضد نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب سازمان زیاتوي، څو چې د ماشومانو ملاتړ قانون وروستی نه شي، هېڅ یو پروګرام به د دغو ماشومانو پر ژوند اوږدمهاله ښه اغېز و نه لري.

د دغه سازمان ویانده مریم عطایي وایي، په کرونایي حالاتو کې ماشومانو ته د مرستو رسولو لپاره باید د ماشومانو د ملاتړ قانون نهايي شي او دا باید د حکومت په لومړیتوبونو کې وي.

په ورته وخت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، په تېر یوه کال کې د ماشومانو ملاتړ څو قوانین تصویب شوي دي، خو له دې سره د دغه وزارت مرستیال غلام حیدر جیلاني وایي، څه باندې سل زره ماشومان د خښتو په بټیو کې کار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي