په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دوی د افغان حکومت ۲۲ نور زندانیان هم ور خوشي کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین په خپل ټوېټر لیکلي، چې دغه زندانیان پرون جمعه په پروان، کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې خوشي شوي دي.
د شاهین په وینا له خوشي شویو کسانو سره د نورو وختونو په څېر مرستې شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل