۰

خوست کې د اسلامي حزب د یوه غړي په ګډون ۸ تنه وژل شوي

شنبی ۲۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۷
سیمه ییز چارواکي وايي، خوست ولایت کې د اسلامي حزب د یوه غړي پر موټرو وسله وال برید شوی او ۸ تنه په کې وژل شوي دي.
خوست کې د اسلامي  حزب د یوه غړي په ګډون ۸ تنه وژل شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، خوست ولایت کې د اسلامي حزب د یوه غړي پر موټرو وسله وال برید شوی او ۸ تنه په کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د غبرګولي ۲۳ مه) د خوست ولایت په عاليشېرو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر وايي، ناپېژانده وسله والو د شپې شاوخوا ۹ بجې د یادې ولسوالۍ په تریزیو سیمه کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د یوه غړي عبدالولي اخلاص په دوه موټرو وسله وال برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې عبدالولي اخلاص، د هغه دوه تنه ساتونکي او پنځه د هغه ملګري چې له پکتيا نه راغلي وو، وژل شوي او دواړه موټر يې هم تخريب شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو امنیتي چارواکي وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د یادونې ده، عبدالوالي اخلاص په خوست ولايت کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب له فعاله غړو څخه ګڼل کېده، چې د ولسي جرګې تېرو ټاکنو ته هم نوماند و خو بريالی نشو.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي