د ایران له خوا د افغان سفیر په احضارولو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

25 جوزا 1399 ساعت 8:57

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغان سفیر عبدالغفور لېوال تر احضارولو وروسته یوه اعلامیه کې ویلي، افغانان په خپله خاوره کې د سوله ییز غونډو او اعتراضونو حق لري.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغان سفیر عبدالغفور لېوال تر احضارولو وروسته یوه اعلامیه کې ویلي، افغانان په خپله خاوره کې د سوله ییز غونډو او اعتراضونو حق لري.

د جمهور آژانس په اعلامیه کې ویلي شوي، چې ایران پرون سهار په تهران کې افغان سفیر ښاغلي لېوال ته یو اعتراضي یادښت سپارلی دی.

ایران دغه کار وروسته له هغې وکړ، چې د افغانستان خلکو په څو ښارونو کې د دهنه ذولفقار او یزد ښار د وروستیو ناوړو پېښو په وړاندې اعتراضي لاریونونه وکړل.

له دې وروسته د ایران د باندنیو چارو وزارت د دغو سوله ییزو غونډو او اعتراضونو په غبرګون کې د افغانستان سفیر احضار کړ او اعتراضي یادښت یې وروسپاره.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان سفیر ایراني چارواکو ته ویلي، چې افغانان په خپله خاوره کې د سوله ییزو غونډو او اعتراضونو حق لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي ښاغلي لېوال دا هم ویلي، که چیري د مظاهرچیانو اعتراض د قوانینو د اخلال او بې نظمۍ سبب شي، د اړوندو اورګانونو له لوري له قانوني تعقیب سره مخامخ کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128645

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128645/

جمهور
  https://www.jomhornews.com