۰

د پارلمان ګډ کمیسیون له (IMF) د پور اخیستو غوښتنه تایید کړې

یکشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۵
د مالیې وزارت وايي، د ولسي او مشرانو جرګې ګډ کمېسیون د پیسو له نړیوال صندوق (IMF) د پور اخیستو غوښتنه تایید کړه.
د پارلمان ګډ کمیسیون له (IMF) د پور اخیستو غوښتنه تایید کړې
د مالیې وزارت وايي، د ولسي او  مشرانو جرګې  ګډ کمېسیون د پیسو له نړیوال صندوق (IMF) د پور اخیستو غوښتنه تایید کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کار په داسې حال کې کېږدي، چې په دې وروستیو کې له کرونا وبا سره د مبارزې په موخه د میلیونونه ډالرو له مصرف سره سره د روغتیایي خدماتو کمښت افغانان سخت غوسه کړي دي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، مشرانو او ولسي جرګې دواړو د رایو په اکثریت سره د حکومت هغه غوښتنه تایید کړې ده چې پر بنسټ به یې د پیسو له نړیوال صندوق څخه ۱۷ میلیارده افغانۍ پور تر لاسه کړي.

ویل کېږي چې دا پېسې به له کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې ولګول شي خو د ځینې سناتورانو په ګډون ګڼ شمېر افغانان اندېښنه لري چې دا پیسې به هم لکه د همدې وبا سره د مبارزې په نوم راغلیو پیسو په څېر شخصي جېبونو ته لاړې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي