۰
ټرمپ یو ځل بیا:

نور به امریکايي پوځیان پردیو هېوادونو کې د پولیسو دنده نه تر سره کوي

یکشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۵
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، نور به امریکايي پوځیان په پردیو هېوادونو کې د پولیسو او ساتونکو دنده تر سره نه کړي.
نور به امریکايي پوځیان پردیو هېوادونو کې د پولیسو دنده نه تر سره کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، نور به امریکايي پوځیان په پردیو هېوادونو  کې د پولیسو او ساتونکو دنده تر سره نه  کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ دغه څرګندونې  د امریکايي پوځي محصلینو د فراغت یوې غونډې ته کړې او ویلي یې دي، چې پوځیان به یې په لرو هېوادونو کې د پخوانیو ستونزو په حل بوخت نه کړي.

نوموړي افغانستان ته په اشارې ټينګار کړي، چې نور به یې سرتېري په لرې هېوادونو کې د ستونزو په حل نه بوختوي.

ټرمپ وایي امریکایي ځواکونه دمګړی ان داسې ځای په ماموریت بوخت دي چې نیمو امریکایانو یې نوم لا نه دی اورېدلی.

ټرمپ په دې وینا کې امریکایي پوځیان پیاوړي بللي دي او نوي فارغ شوي پوځیان یې په امریکا کې د رامنځ ته شوې ګډوډۍ پر وړاندې مبارزې او مقابلې ته رابللي دي.

هغه تر دې وړاندې هم ویلي وو اجازه نه ورکوي چې عسکر یې تر دې ډېر په افغانستان کې د پولیس او ساتونکي دنده ترسره کړي او په خبره یې اوس د افغان حکومت وخت دی چې پخپله د ځان ساتنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي