۰
امریکايي سناتوران:

له افغانستانه د ټولو ځواکونو ایستل ګټور اقدام نه دی

یکشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۲
یو شمېر امریکایي سناتوران وایي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو بشپړ ایستل ګټور اقدام نه دی.
له افغانستانه د ټولو ځواکونو ایستل ګټور اقدام نه دی
یو شمېر امریکایي سناتوران وایي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو بشپړ ایستل ګټور اقدام نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سناتورانو د امریکا استخباراتي او امنیتي ادارو ته په یو یوه لیک کې لیکلي دي چې ټرمپ دې په دې بېړني اقدام سره امریکا او امریکایي وګړو ته خطرونه نه جوړوي.

سناتور آنګوس کینګ فارین پالیسي ته ویلي، چې امریکا په افغانستان کې میلیاردونه ډالر لګولي دي او هلته یې تر سلو زرو ډېر سرتېري لرل نو اوس په محدود شمېر عسکرو هر څه نه شي کنټرولېدی.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې لا هم د القاعده شبکې او حقاني د وسله والو خطر موجود دی.

دغه  امریکايي سناتور افغان حکومت هم کمزوری یاد کړی او په خبره یې دوی به و نه شي کړی چې د شته ګواښونو پر وړاندې اړینه مبارزه وکړي.

امریکايي سناتوران دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، نور امریکايي سرتېري د پردیو هېوادونو ستونزې نه شي حل کولی.

ټرمپ چې پرون د امریکايي پوځي محصلینو یوه فراغت غوندې ته وینا کوله افغانستان ته په اشارې ویلي، نور به یې سرتېري په لرې هېوادونو کې د ستونزو په حل نه بوختوي.

ټرمپ وایي امریکایي ځواکونه دمګړی ان داسې ځای په ماموریت بوخت دي چې نیمو امریکایانو یې نوم لا نه دی اورېدلی.

ټرمپ په دې وینا کې امریکایي پوځیان پیاوړي بللي دي او نوي فارغ شوي پوځیان یې په امریکا کې د رامنځ ته شوې ګډوډۍ پر وړاندې مبارزې او مقابلې ته رابللي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي