افغان حکومت بندیانو ته الکترونیکي تذکرې ورکوي

25 جوزا 1399 ساعت 13:14

د هیواد د زندانونو د تنظیم ریاست وایي، په لومړي ځل د څرخي پله زندان کې د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ شوې ده.


د هیواد د زندانونو د تنظیم ریاست وایي، په لومړي ځل د څرخي پله زندان کې د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د زندانونو د چارو د تنظیم د ادارې ویاند فرهاد بایاني ویلي، دغه پروسه پرون شنبه د غبرګولي ۲۴ مه  د امنیت شورا او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په همکارۍ پیل شوه.

نوموړي زیاته کړې، د دغه پروسې اصلي هدف، د زندانیانو د اصلي هویت پیژندنه، عمر معلومول او د هغو زندانیانو دوسیو ته په سمه توګه رسیدګي کول بللي چې تذکرې نه لري.

دی وايي، د احصایې او معلوماتو ادارې د مسئولینو ډاډ ورکدی چې هره ورځ به ۳۰۰ نفرو ته الکترونیکي تذکرې ورکوي.

د هغه په وینا زندانیانو ته به فامیلي او انفرادي فورمې ورکوي چې نه تنها دوی، بلکې کورنۍ یې هم له الکترونیکي تذکرو څخه برخمنې شي.

یاده اداره وايي،دا مهال به دغه لړۍ یواځې د پلچرخي زندان کې پیلیږي، خو په وخت سره دغه پروسه ټولو زندانونو ته غځول کیږي.

الکترونیکي تذکرې چې د جرمونو د کنترول لپاره مهمې بلل کېږي تر اوسه یې په کابل، هرات، بلخ او ننګرهار کې ویش روان دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 


د مطلب کود: 128656

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128656/

جمهور
  https://www.jomhornews.com