یوناما:

کرونا سره مبارزې برخه کې ۴ سوه دیني عالمان بوخت دي

25 جوزا 1399 ساعت 13:28

کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما وایي، افغانستان کې د کرونا سره د مبارزې په برخه کې ۴۰۰ دیني عالمان له حکومت او مرستندویه ادارو سره همکاري کوي.


کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما وایي، افغانستان کې د کرونا سره د مبارزې په برخه کې ۴۰۰ دیني عالمان له حکومت او مرستندویه ادارو سره همکاري کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یوناما په خپره کړې  خبرپاڼه کې د کرونا ضد مبارزه کې د دیني علماو رول پیاوړی بللی دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ملګري ملتونه له خپلو همکارانو سره یوځای، په افغانستان کې د مذهبي مشرانو له هغو هڅو ملاتړ کوي، چې د کویډ۱۹ ناروغۍ څخه د ځانونو د خوندي کولو په اړه خلکو ته د دقیقو معلوماتو د وړاندې کولو لپاره ترسره کوي.

خبرپاڼه  وايي، څه باندې ۴۰۰ دیني عالمانو له حکومت او مرستندویه ادارو سره د هغو پیغامونو د ورکولو او رسولو په برخه کې کار کړی دی، چې خلک څرنګه ځانونه د کورونا له وبايي ناروغۍ څخه خوندي کولی شي.

ملګري ملتونه هیله کوي تر څو خلک هم په خپلو منځونو کې په دې اړه یو له بل سره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128658

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128658/

جمهور
  https://www.jomhornews.com