خوست کې د قومي مشرانو په اسماعیل خېل – مندوزي ولسوالي کې د هغو کسانو کورونو ته اور ورته کړ چې د یوې کورنۍ د ۷ غړیو په وژلو تورن دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۷ مه سهار ګڼو خلکو د هغه څه په نامه چې دوی یې قومي چیغه بولي، د دیګانو په سیمه کې د هغو کسانو کورونو ته اور ورته کړ چې د دوی په وینا د یکشنبې د شپې په خونړۍ پېښه کې لاس لري.
دوی وايي، قومي مشرانو دا پرېکړه د دې لپاره کړې چې بیا څوک داسې کار ونه کړي او له حکومت څخه یې وغوښتل چې له دوی سره همکار شي.
دوی پر نورو قومونو هم ږغ وکړ چې د دیګانو د کلي په وژنه کې لاس لرونکو ته ځای ورنه کړي او په نیولو کې ورسره مرسته وکړي.
د یادونې ده، چې د یکشنبې په شپه یو شمېر وسله وال د دیګانو په سیمه کې یوه کور ته وار واوښتل او د یوې کورنۍ ۷ کسان چې یو نارینه، دوه ښځې او څلور ماشومان وو، ووژل او یو بل ماشوم یې ټپي کړ.
د منګلو یو شمېر قومي مشران ددې پېښې اصلي انګیزه شخصي تربګني او د ځمکې په سر خپل منځي جنجال بولي.
جمهورخبري آژانس:کابل