۰

عبدالله د امریکا له سفیر سره پر سوله خبرې کړې دي

چهارشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۶
د مصالحې عالي شورا مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه شورا مشر ډاکترعبدالله عبدالله کابل کې د امریکا له سفیر سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
عبدالله د امریکا له سفیر سره پر سوله خبرې کړې دي
د مصالحې عالي شورا مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه شورا مشر ډاکترعبدالله عبدالله کابل کې د امریکا له سفیر سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ویډیويي کنفرانس پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۷ مه شوی، چې په کې د سولې په هڅو، د بندیانو په خوشې کېدو، د تاوتریخوالي په کمېدو، بین الافغاني خبرو د پیل او په افغانستان کې دایمي سولې ته د رسیدو په تړاو خبرې وکړې.

د مصالحې شورا دفتر وايي، ښاغلي ویلسن په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ، چې د امریکا متحده ایالات د سولې په برخه کې د ملي مصالحې عالي شورا له هڅو ملاتړ کوي او تیار دي چې پدې برخه کې د دې شورا ملاتړ وکړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو له همېشنیو همکاریو له قدرداني ترڅنګ ویلي، سوله د افغانانو او افغان حکومت له لومړیتوبونو ده.

نوموړي ویلي تمه یې وښوده، چې د افغانستان اسلامي او وسله وال طالبان به پدې برخه کې له شته فرصت څخه ښه ګټه واخلي او پدې سره به د افغانانو همیشني ارمان پوره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي