د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان د سولې په اړه تازه څرګندونو کې ویلي، افغانستان د سولې له بهیر خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړې، چې د افغان سولې بهیر د ناټو له بشپړ ملاتړ برخمن دی او ناټو پر خپلو ژمنو ولاړه ده.
نوموړي ویلي، د سولې د راتګ او دغه بهیر د بریا لپاره باید طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
سټولټنبرګ همدا راز ټینګار کړی چې طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي او د القاعده په ګډون دې له ټولو نړیوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.
د ناټو عمومي منشي دا هم وایي، چې طالبان دې د سولې لپاره حسن نیت وښيي او د تاوتریخوالي له دوام دې تېر شي.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي هم ویلي وو چې د افغانستان د سولې بهیر ددوی له ملاتړ بخمن دی.
د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې دغه سازمان د افغانستان په اړه یوه مهم غونډه وکړي، او په کې د افغانستان په اړه تازه پرېکړې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل