سیمه ییز چارواکي او امنیتي سرچینې په کاپیسا او پکتیا ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتو او درنې مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، دغه نښتې پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۷ مه د دواړو خوا تر منځ شوې، چې ۲۹ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپیسا یوه امنیتي سرچینه وايي، د تګاب ولسوالۍ په غزي خانخېلو کلي کې افغان ځواکونه د طالبانو له کمین سره مخ شوي او نښته رامنځ ته شوې ده.
د سرچینې په وینا د طالبانو په برید کې د پوځ ۷ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي، خو په متقابل برید کې بیا ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د پکتیا چارواکي وايي، د سې شنبې په ورځ د ګردېز په چاوڼۍ سیمه کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو نښته کې لږترلږه ۶ وسلهوال طالبان وژل شوي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ۶ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي، ۷ تنه یې ټپیان دي خو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل