د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، روسیه او ایران به په افغانستان کې د ملي پخلاینې د پروسې د پیل لپاره خپلو کې د هڅو همغږۍ ته دوام ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف مسکو کې له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره تر لیدنې وروسته کړې دي.
نوموړي ویلي، چې دوی به د افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره، د افغانستان د ملي پخلاینې د پروسې د ژر پیل لپاره او د داسې یو سوله ییز او خپلواک افغانستان د بیا احیا لپاره خپلې هڅې همغږې کړو چې د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق سرچینه نه وي.
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم یادونه وکړه چې د افغانستان د سولې په اړه تهران او مسکو ورته دریځونه لري او هېواد یې تل دې برخه کې د روسیې د هڅو ننګه کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل