۰

د چینايي ځواکونو سره نښته کې ۲۰ هندي سرتېري وژل شوي دي

چهارشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۸
د چینايي او هند ځواکونو تر منځ پر پوله نښته رامنځ ته شوې، چې د هندي چارواکو په وینا ۲۰ هندي سرتېري په کې وژل شوي دي.
د چینايي ځواکونو سره نښته کې ۲۰ هندي سرتېري وژل شوي دي
د چینايي او هند ځواکونو تر منځ پر پوله نښته رامنځ ته شوې، چې د هندي چارواکو په وینا ۲۰ هندي سرتېري په کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  دغه نښته وړمه ورځ د کشمیر په هغه سیمه کې، چې دواړه هېوادونه یې د مالکیت ادعاوې کوي، رامنځ ته شوې ده.

هندي چارواکي وايي، نښته د لداک په سیمه کې شوې ده، چې په پیل کې  ۳ سرتېري وژل شوي  او ۱۷ نور ټپیانو و خو ټپیانو وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.

دوی چینايي سرتېري تورنوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګالوان په دره کې رسمي سرحدي کرښې ته د درناوي له هوکړې یې سرغړاوی کړی دی.

هند وايي، په دغه نښته کې چنايي لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره معلومات یې  نه دي ورکړي.

چین د نښتې او دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو هندي ځواکونه یې تورن کړي، چې له پولې یې چین خاورې ته اوښتې وو.

د یادونې ده، د هند او چین تر منځ کله ناکله په پوله ورته نښتې رامنځ  ته کېږي، خو په څو وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌سارې ګڼل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي