کورنیو چارو وزارت د ۶۷۵ میلونه افغانیو په ارزښت تېل سپما کړې

28 جوزا 1399 ساعت 11:26

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي په دغه وزارت کې د اصلاحاتو او فساد سره د مبارزې ته په اشارې وايي، ۱۵ میلیون لېتره تېل سپما شوي دي.


د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي په دغه وزارت کې د اصلاحاتو او فساد سره د مبارزې ته په اشارې وايي، ۱۵ میلیون لېتره تېل سپما شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اندرابي پرون په خپله ټوېټر پانه لیکلي، چې د پولیسو په موټرو کې د څارګر یا جي پي اېس او په جنراتورونو کې د سنسور په لګېدو د کال ۱۵ میلیونه لیتره تېل بچ شوي.
 
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي زیاته کړې، چې د بچ شویو تېلو ټول ارزښت ۶۷۵ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

نوموړي  ویلي، تمه لري د روان کال پای کې ۲۰ میلیونه لیتره نور تېل هم وساتل شي او ټینګار یې کړي، چې په وزارت کې به د اصلاحاتو لړۍ دوام ولري.

اندرابي جزئیات نه‌ دي ورکړي چې دا تېل پخوا څنګه ضایع کېدل یا ایا غلا کېدل که څنګه خو پخوا تر دې د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت انتقاد کېده چې د اداري فساد د مخنیوي په چارو کې پاتې راغلی او تېل غلا کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128738

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128738/

جمهور
  https://www.jomhornews.com