افغانستان راتلونکې اوونۍ پاکستان ته صادرات پیلوي

28 جوزا 1399 ساعت 11:35

اسلام آباد کې افغان سفیر شکرالله عطف مشعل خبر ورکړی، چې افغانستان به راتلوونکې اوونۍ پاکستان ته خپل صادرات پیل کړي.


اسلام آباد کې افغان سفیر شکرالله عطف مشعل خبر ورکړی، چې افغانستان به راتلوونکې اوونۍ پاکستان ته خپل صادرات پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، د ژمنې سره سم به بله اوونۍ د تورخم، سپین بولدک- چمن او غلام خان بندرونو له لارې پاکستان ته د افغان سوداګرو د مالو د لېږد لړۍ پیل شي.

ښاغلي مشعل په خپله ټوېټر پاڼه د پاکستان د حکومت د دې پریکړې مننه کړې او هیله یې ښودلې چې دا کار به د دواړو هیوادونو ترمنځ د تخنیکي کمیټې د کار په پای کې په ټاکلې نیټه پیل شي.

نوموړي ویلي، هیله ده دا ټول به په ټاکلې نیټه باندې د دواړو غاړو ترمنځ د لارښونې د کمیټو د جون د ۱۵ څخه تر ۱۸ د تخنیکي غونډو وروسته پیل شي.

دغه راز افغان سفیر زیاته کړې، چې دوی د پاکستان حکومت سره د غلام خان بندر د ترانزیتي سوداګرۍ د پرانیستلو لپاره له نږدې کار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128741

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128741/

جمهور
  https://www.jomhornews.com