۰

ایران کې د افغان کډوالو د حضور قانوني کولو لارې وارزول شوې

چهارشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۲
ایران کې د افغان کډوالو د حضور قانوني کولو لارې وارزول شوې
د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ ایران کې د افغان کډوالو د حضور قانوني کولو د لارو ارزونې په موخه ارګ کې غونډه شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه غونده کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر، د کډوالو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې رئیس جاوید رسولي او په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمشنرۍ رئیس هم ګډون درلود.

خبرپانه کې ویل شوي، په ناسته کې د افغان کډوالو د شمېر، حقوقي وضعیت او د هغوی د حضور د قانوني کولو پر لارو هراړخیزه خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په غونده کې پرېکړه وشوه، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر دې د ایران ته په نږدې راتلونکي سفر کې د یاد هیواد مقاماتو سره په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت ، الکترونیکي تذکرې او پاسپورت پروسې د پیلولو او د دوی د حضور د قانوني کولو په اړه د افغانستان د حکومت د چمتووالي په هکله خبرې وکړي.

دغه غونډه د ملي امنیت شورا او یوې بلې غونډې په دوام چې د ولسمشر غني په مشرۍ په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل او ارزونې په موخه د روانې اوونۍ په پیل کې جوړې شوې وې، ترسره شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي