کابل کې چاودنې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

31 جوزا 1399 ساعت 8:01

د کابل پولیس تاییدوي، چې په پغمان ولایت کې د ماین چاودنې له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کابل پولیس تاییدوي، چې په پغمان ولایت کې د ماین چاودنې له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون جمعه د غبرګولي ۲۹ مه د کابل پغمان ولسوالۍ په عینو سیمه کې رامنځ ته شوې.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، د مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه وژل  شوي او شپږ نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې روغتیايي سرچینې هم وايي، دوه جسدونه او ۷ ټپیان روغتونو ته لېږدول  شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128781

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128781/

جمهور
  https://www.jomhornews.com