لویدیزو هېوادونو د خطرناکو طالب بندیانو ازادولو سره مخالفت ښودلی

31 جوزا 1399 ساعت 8:09

رویټرز خبري اژانس وايي، یو شمېر لویدیزو هېوادونو د خطرناکو طالب بندیانو ازادولو سره مخالفت ښودلی او دې برخه کې یې د افغان حکومت له دریځ ملاتړ کړی دی.


رویټرز خبري اژانس وايي، یو شمېر لویدیزو هېوادونو د خطرناکو طالب بندیانو ازادولو سره مخالفت ښودلی او دې برخه کې یې د افغان حکومت له دریځ ملاتړ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اژانس د خپلو سرچینو په حواله ویلي، لویدیز قدرتونه په افغانستان کې په سترو چاودنو کې د تورنو طالب بندیانو ازادولو سره مخالف دي او دې برخه کې د افغان حکومت له دریځ ملاتړ کوي.

ویل کیږي چې دې کار بین الافغاني خبرې چې ټاکل شوې د جون په وروستیو کې په قطر کې ترسره شي د ځنډېدو له خطر سره مخ کړې دي.

افغان چارواکو او لویدیزو دیپلوماتانو رویټرز ته ویلي، د بندیانو د خوشې کولو مسله د دواړو لورو تر منځ داسې لوی خنډ دی چې، که حل شي نو په ډېر احتمال سره به په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شي.

دا په داسې  حال کې ده، چې تازه د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ ویلي، افغانستان کې د سولې په اړه بین الاافغاني خبرې تر بل هر وخت نېږدې  شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128783

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128783/

جمهور
  https://www.jomhornews.com