ملګري ملتونه:

د کرونا له امله افغانستان له سخت حالت سره مخ دی

31 جوزا 1399 ساعت 8:13

د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرامونو ادارې په یوه نوې څېړنه کې ویلي، د کرونا وبا په افغانستان کې اقتصادي ودې، د سولې پر روانو هڅو او د روغتیا سکټور ته ګواښ پېښ کړی دی.


د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرامونو ادارې په یوه نوې څېړنه کې ویلي، د کرونا وبا په افغانستان کې اقتصادي ودې، د سولې پر روانو هڅو او د روغتیا سکټور ته ګواښ پېښ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په راپور کې چې په نیستمنو هېوادونو کې د کرونا وبا د اوږد مهاله اغېز په اړه خپور شوی راغلي د کرونا وبا له کبله افغانستان له څو اړخونو له سخت حالت سره مخ دی.

راپور وايي، دا وبا نه یوازې دا چې د افغانستان د سولې پر بهیر سخت منفي اغېز کولای شي، د دې هېواد اقتصادي وده او د روغتیا سکټور یې هم تر جدي فشار لاندې کړی دی.

په راپور کې لیکل شوي چې افغانستان په ځانګړي ډول په نازک حالت کې دی ځکه مسلکي روغتیاپالان کم دي، اکثر خلک په سخته نیستي کې ژوند تېروي او د څلوېښتو کلونو جګړې یې اقتصاد او بنیادي تاسیسات وار د مخه لا ډېر کمزوري کړي دي.

د ملګرو ملتونو یاده اداره دغه اندېښه پر داسې مهال څرګندوني چې، په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۲۸ زره اوښتی او کابو ۷۰۰ نور یې مړه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128784

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128784/

جمهور
  https://www.jomhornews.com