۰

کابل کې د یوې هندو مېرمنې قاتلین ونیول شول

شنبی ۳۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۰
کورنیو چارو وزارت هغه درې تنه غله قاتلین نیولي، چې پلازمېنه کابل کې یې یوه هندوه مېرمن په خپل کور کې وژلې وه.
کابل کې د یوې هندو مېرمنې قاتلین ونیول شول
کورنیو چارو وزارت هغه درې تنه غله قاتلین نیولي، چې پلازمېنه کابل کې یې یوه هندوه مېرمن په خپل کور کې وژلې وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه هندوه پرلیکا نومېده او د کب په ۸ مه نېټه په داسې مهال چې تازه له هند څخه کابل کې خپل کور ته راستنه شوې وه په خپل کور کې د غلو له خوا و وژل شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د دغه هندو مېرمنې قاتلین چې درې تنه دي پرون جمعه د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د هغه په وینا دغه درې کسانو د کب ۸ مه د کابل د څلورمې امنیتي حوزې اړوند کارته پروان سیمه کې د هندوانو یوه کور ته ننوتي و او د کور خاونده چې تازه له هندوستان څخه راستنه شوې وه په بې رحمۍ وژلې وه.

نوموړي زیاته کړې، چې غلو قاتلینو د دغه کور طلا او پیسي لوټ کړې وې، چې له دې میاشتو وروسته ونیول شول او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

د یادونې ده، چې دغه درې تنه قاتل غله پر داسې مهال نیول کېږي، چې پلازمېنه کابل کې په دې وروستیو کې جنايي پېښې یو ځل بیا زیاتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي