د تورخم او سپین بولدک – چمن بندرونه د مسافرو پر مخ خلاص شول

31 جوزا 1399 ساعت 10:48

پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، د تورخم او سپین بولدک بندرونه د یوې نن ورځې لپاره د مسافرو پرمخ د یوې خلاص شول.


پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، د تورخم او سپین بولدک بندرونه د یوې نن ورځې لپاره د مسافرو پرمخ د یوې خلاص شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سفارت چارواکي وايي، د تورخم به په یو طرفه ډول پرانیستی وي، خو د کندهار کمیسیاري بیا وايي، د سپین بولدک دروازه به په دوه اړخیزه توګه د مسافرو پرمخ پرانیستې وي.

د کندهار کمیسیاري د یوې خبرتیا له لارې ویلي، چې نن شنبه به له دې غاړې څخه د چمن خوا ته یوازې په پاسپورټ او شناختي کارت خلکو ته د اوښتو اجازه ورکول کیږي.

همدا راز به پر دواړو بندرونو پاکستان کې بند پاتې افغانان اجازه ولري چې خپل هېواد ته واوړي، خو پاکستانیان اجازه نه لري چې افغانستان ته راواوړي.

د دې ترڅنګ په چمن کې پاکستاني چارواکو اعلان کړی، هغه کسان چې له افغانستان څخه پاکستان ته راځي، د معایناتو له مخې به یوازې په کورونا اخته او هغه کسان چې شدیده تبه او د کرونا علامات ولري، قرنطیني مرکز ته لیږدول کیږي او پاتې نور کسان چې د کورونا علامات نه لري، خپلو کورونو ته استول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ(۲۲ جون) د غلام خان، تورخم او سپین بولدک بندرونه پاکستان ته د افغاني صادراتو پرمخ پرانیستل شي.

د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل وايي، پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی، چې هڅه کوي، هغه اضافي مصارف افغاني سوداګرو ته معاف کړي، چې د لارې بندیدو له امله په هغوی باندې راغلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128790

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128790/

جمهور
  https://www.jomhornews.com