۰
د نړۍ ښځینه رهبرانو ته د افغان مېرمنو لیک:

د ښځو په اړه د طالبانو نظر کې بدلون نه دری راغلی

شنبی ۳۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۰
یو شمېر افغان سیاستوالو مېرمنو د نړۍ ښځینه رهبرانو ته په یوه پرانستي لیک کې ویلي، چې د ښځو په تړاو د طالبانو په نظر کې بدلون نه دی راغلی او دغه کار دوی اندېښمنې کړې دي.
د ښځو په اړه د طالبانو نظر کې بدلون نه دری راغلی
یو شمېر افغان سیاستوالو مېرمنو د نړۍ ښځینه رهبرانو ته په یوه پرانستي لیک کې ویلي، چې د ښځو په تړاو د طالبانو په نظر کې بدلون نه دی راغلی او دغه کار دوی اندېښمنې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی دغه لیک د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي، د کانګرس له مشرې غړې این واګنر، سفیرې کیلي کرافټ، د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل او د ناروې لومړۍ وزیرې ارینا سولبرګ ته لیکلی دی.

په لیک کې افغانې مېرمنې د خپلو حقونو له لاسه ورکولو ته اندېښمنې ښودلې او د نړۍ پر ښځینه رهبرانو یې غږ کړی، چې په سوله کې د ښځو د حقونو خوندیتوب لپاره ورسره څنګ په څنګ ودرېږي.

په لیک کې راغلي چې د سولې په پروسه کې د دوی د حقونو خوندیتوب برعکس داسې نښې ویني چې یو وار بیا به د ټولنیزو بې عدالتیو ښکار شي.

په لیک کې راغلي چې طالبانو پخوا هم له دوی څخه حقونه اخیستي وو او اوس هم دوی اندیښنه لري چې د مذاکراتو د دغه مهم لوري یعني طالبانو لیدلوری به څه وي.

دوی په لیک کې ویلي«ستاسې په هېوادونو کې د ښځو لپاره ډېر عادي شیان لکه کور ته ډوډۍ ګټل، په ورځنیو کارونو پسې له کوره وتل، پارک ته وتل او نور هغه څه دي چې موږ ډارېږو د دې حق به هم راڅخه واخیستل شي.»

لیک کې لیکل شوي، طالبانو د ښځو په تړاو خپل نظر نه دی بدل کړی او دا ډله لا هم تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې له ښځو سره ظلم اوزیاتی کوي.

افغانو مېرمنو تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او د قطر د امیر مېرمنې ته هم جلا جلا لیکونه استولي وو چې د دوی حقونه دې د سولې په راتلونکي پړاو کې خوندي کړای شي.

طالبانو تر اوسه د دغه لیک په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي