د جرمونو نړیواله محکمې څارنواله فاتو بنسودا وایي ټرمپ غواړي د عدالت مخه ونیسي او د دوی په چارو کې مداخله کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن بنسودا د ټرمپ تر څرګندونو وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې ویلي، ټرمپ هڅه کوي د دغه محکمې په قانوني کارونو کې مداخله وکړي.
دغه راز نوموړې زیاته کړې، ټرمپ همدا راز د امریکایي او طالب وسله والو په جنګي جنایتونو کې د قرباني شوو کسانو د کورنیو په حق کې تېری کوي.
د بنسودا په وینا دوی هڅه کوي عدالت تامین کړي او هغه جنګي جنایتونه وڅېړي چې په تېره نولس کلنه جګړه کې په افغانستان کې د امریکا په ګډون د ناټو نورو غړو هېوادونو، طالبانو او افغان پوځیانو ترسره کړي دي
خو ټرمپ له دې کار سره مخالفت کوي او په خبره یې دوی د دې محکمې غړیتوب نه لري او امریکا ځان ته قضايي ادارې لري چې جنګي جنایتونه پکې وڅېړي.
د جرمونو نړیواله محکمه بیا وایي دوی به خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي او په افغانستان کې به جنګي جنایتونه څېړي.
جمهورخبري آژانس:کابل