مصر وايي د دوی پانګه والو د افغانستان په شمال کې د انرژۍ د تولید په یوه پروژه کې پانګونه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د مصر سفیر هاني صلاح ویلي، یوه مصري شرکت له افغان حکومت سره د انرژۍ د تولید قرار داد لاسلیک کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، په دې پروژه کې به د برېښنا د تولید یو مرکز جوړېږي چې ۵۹ میګاواټه برېښنا به تولیدوي او ۸۹ میلیونه ډالر پانګونه ورباندې کېږي.
د مصر سفیر وایي دا به دې ته لار پرانیزي چې په راتلونکې کې ګډ نور مصري شرکتونه هم په افغانستان کې پانګونه وکړي او په دې سره به ددواړو هېوادونو اړیکې تر پخوا پیاوړې او پراخې شي.
جمهورخبري آژانس:کابل