عبدالله:

د طالبانو تاوتریخوالی به د سولې د بین الاافغاني خبرو پر پیل منفي اغېز وکړي

5 سرطان 1399 ساعت 9:26

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله اندېښمن دی، چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالی به د بین الاافغاني خبرو پر پیل منفي اغېز وکړي.


د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله اندېښمن دی، چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالی به د بین الاافغاني خبرو پر پیل منفي اغېز وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله دغه اندېښه پرون له کابله په امریکا کې یوه ویډويي کنفرانس کې څرګنده کړې ویلي یې دي، چې ولس د طالبانو وروستیو بریدونو ته اندېښمن دی او دغه تاوتریخوالي د سولې د خبرو پیلېدل سخت کړي دي.
 
په دغه انلان غونډه کې چې د امریکا د سولې انسټټیوټ له لوري، له طالبانو سره د مذاکراتو ګواښونه او فرصتونه په نوم جوړه شوې وه، عبدالله ویلي، د طالبانو له لوري د بریدونو زیاتېدل هغه اعتماد ټکنی کوي چې د خبرو د پيلېدو په خاطر اړتیا ورته شته.

عبدالله زیاته کړې«که چېرته د شخړو اوسنۍ کچه ادامه پيدا کړي دا به د خبرو د پیلامې لپاره ښه چاپېریال نه‌وي، کله چې موږ د خبرو د پيلېدو لپاره وار له مخه شرط نه‌لرو، دا بل لوري هم باید دې ته وګوري، که موږ غواړو چې دا ستونزه د تل لپاره حل شي او سوله‌ییز حل ته رسېدل غواړو، نو موږ ټول دې ته ضرورت لرو چې ګامونه واخلو.»

د هغه په وینا د سولې د خبرو لپاره د طالبانو شرط د پنځه زره زندانیانو د خوشې کېدو دی چې له دې ډلې ۷۵ فیصده خوشې شوي او طالبانو هم د حکومت څو سوه بندیان ازاد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128887

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128887/

جمهور
  https://www.jomhornews.com