نیمروز او بغلان کې د طالبانو بریدونه مات شوي

5 سرطان 1399 ساعت 10:35

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو نیمروز او بغلان ولایتونو کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبولي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو نیمروز او بغلان ولایتونو کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبولي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت په جلا خبرپاڼو کې ویلي، طالبانو تېره شپه د نیمروز په خاشرود او بغلان په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په نیمروز کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او په ځوابیه ډزو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بل خوا دفاع وزارت وايي، د بغلان ډنډې غوري کې هم د طالبانو بریدونه شنډ کړای شوي او شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت په دواړو ځایونو کې د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو ډنډۍ غوري کې یې د طالبانو د وسلو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 128888

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128888/

جمهور
  https://www.jomhornews.com