په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) و، يي، افغان حکومت دې له فساد سره د مبارزې لپاره، نوې، عملي او اوږدمهاله تګلاره جوړه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یوناما له مدني ټولنو او فساد ضد مبارزې له بنسټونو سره په یوه ګډ ویډیويي کنفرانس کې ویلي، د ملګرو ملتونو وروستی راپور ښيي چې د فساد پر وړاندې د افغان حکومت پلانونه او تګلارې کارنده نه وې.
دغه دفتر ویلي، افغان حکومت نه یوازې دا چې د فساد په له منځه وړلو بریالی شوی نه دی، بلکې د فساد لوړېدونکې کچې د ملګرو ملتونو اندېښنې پارولې دي.
په دغه ویډیويي کنفرانس کې ټینګار شوی چې افغان حکومت باید د فساد پر وړاندې یو مستقل کمیسیون رامنځ ته کړي، ملګري ملتونه به یې ملاتړ کوي او دوی باید د فساد ضد مبارزه کې پوره صلاحیت ولري.
همدا راز پر حکومت غږ شوی چې کارنده، عملي، حقیقي او اوږدمهاله تګلاره دې د فساد پر وړاندې مبارزې لپاره جوړه کړي.
ملګري ملتونه داسې مهال د فساد د مجودیت له امله نیوکې کوي چې افغان حکومت د فساد پر وړاندې مبارزې لپاره ګڼ بنسټونه جوړ کړي دي او ځان په دې برخه کې بریالی بولي.
جمهورخبري آژانس:کابل