امریکا، افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې شامل کړ، چې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې یې لږ اقدامات کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې ویلي، د افغانستان حکومت له ماشومانو څخه د جنسي ناوړه استفادې او په جګړه کې له ماشومانو څخه د کار اخیستو د مخنیوي لپاره د لازمو اقداماتو په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی.
راپور چې پرون پنشنبې د چنګاښ ۵ مه خپور شوی په کې راغلي، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې، چې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره پوره هڅه نه کوي، حساب کړ.
په دې راپور کې د بچه بازۍ او له کم عمره هلکانو څخه په جګړه کې د کار اخیستو یادونه شوې ده وايي، په افغانستان کې لا هم بجه بازي یا د ماشومانو نڅول دود دی او له هغو څخه ناوړه جنسي استفاده کېږي.
راپور وايي، سره له دې چې د پولیسو په ځینو پوستو کې یو شمېر قوماندان د جنسي استفادې لپاره په خپلو لیکو کې کم عمره هلکان ګوماري.
خو په وینا یې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په منځ کې له بچه بازۍ انکار کوي ا و په دې اړه د راپورونو پلټنه نه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل