افغان سفیر د پاکستان د پوځ له مشر سره پر سوله خبرې کړې دي

6 سرطان 1399 ساعت 10:42

اسلام آباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمرجاوید باجوه او د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.


اسلام آباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمرجاوید باجوه او د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په خبر پاڼه کې ویلي، باجوه او مشعل په دوه اړخیزه اړیکو او سیمه ییزه مسایلو هم بحث کړی دي.

که څه هم د پاکستان پوځ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ځايي خبریالان وايي، په دې لیدنه کې کابل ته د پاکستاني نظامي پلاوي د وروستي سفر د هوکړو د عملي شویو اړخونو په اړه بحث شوی دی.

د دوی په وینا په دې لیدنه کې د افغاني مذاکراتو د راتلونکې ناستې په میکانیزم هم بحث شوی دی چې په کې به حکومت او طالبان یو د بل په وړاندې کېني.

بلخوا د پاکستان پيپلز ګوند رهبرۍ خبر ورکړی دی چې عاطف مشعل له بلاول بوټوزرداري سره هم د هغه په کور کې لیدلي دي او د دوه اړخیزه اړیکو په ټینګښت او پیاوړتیا ورسره غږېدلی دی.

په دې لیدنه کې بلاول بوټو ویلي، ګوند یې په افغانستان کې له اوږد مهال راهیسې د سولې اوثبات تر څنګ د پیاوړي جمهوریت غوښتونکی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان او افغانستان وروڼه هېوادونه دي او باید د دواړو تر منځ د سولې، پرمختګ او د اړیکو د پیاوړتیا برخه کې همکاري زیاته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128908

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128908/

جمهور
  https://www.jomhornews.com