د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو تېر کال د نشه يي توکو ۲۳ لوی او لسګونه واړه قاچاقبران نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اندرابي نن جمعه د چنګاښ ۶ مه د نشه يي توکو سره د مبارزې اوونۍ په مناسبت پیغام کې زیاته کړې، پولیسو د دې ترڅنګ د نشه يي موادو لسګونه واړه پلورونکي هم د قانون منګلو ته سپارلي دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر یو ځل بیا ټینګار کړي، چې یاد وزارت د نشه يي موادو د کښت او قاچاق د مخنیوي په برخه کې جدي اقدامات تر سره کړي دي.
په ورته وخت کې نوموړي دا هم ویلي، افغانستان لا هم د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې شااوخوا درې میلیونه کسان یې په نشه يي توکو روږدي شوي دي.
هغه په دومره لوی شمیر کې په نشه يي توکو د افغانانو اخته کېدل د دغه هیواد لپاره یوه لویه فاجعه بللې ده.
پر همدې مهال د نشه یي توکو سره د مبارزې اونۍ په مناسبت د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق هم د نشه يي موادو د مخنیوي برخه کې له خلکو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ورځ تر بلې په نشه يي موادو د اخته کسانو شمېر زیاتېدو ته په کتو خلک اړوند ارګانونه د نشه يي موادو سره مبارزې په برخه کې ناکامه بولي.
پراخه بېکاري، اداري فساد د بېلابېلو نشه يي توکو کښتونه په افغانستان کې په نشه يي توکو د خلکو د اخته کېدو د اصلي لاملونو څخه بلل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل