د عرب پارلمان اتحادیه:

فلسطین به هیڅکله اشغالګرو ته یوازې پرېنږدو

6 سرطان 1399 ساعت 11:32

د عرب پارلمان اتحادیې مشر عاطف الطراونه وایي، فلسطین د عرب هېوادونو لپاره مهمه مسئله وه او وي به. نوموړي زیاته کړې چې دوی به دا هېواد هیڅکله اشغالګرو ته یوازې پرېنږدي.


د عرب پارلمان اتحادیې مشر عاطف الطراونه وایي، فلسطین د عرب هېوادونو لپاره مهمه مسئله وه او وي به. نوموړي زیاته کړې چې دوی به دا هېواد هیڅکله اشغالګرو ته یوازې پرېنږدي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هغه ویلي، فلسطین هغه هېواد دی چې له ډېرې مودې راهیسي د اسراییل له لوري له ستونزو او ګړاوونو سره لاس او ګریوان دی.

نوموړي زیاته کړې، اسراییل باید د فلسطین د لویديځې غاړې الحاق په اړه غور وکړي ځکه چې په خبره یې، دا چاره به د اسراییل لپاره بدې پایلې ولري.

هغه د عرب هېوادونو د پارلمان پر رییسانو غږ کړی دی چې پر خپلو حکومتونو فشار راوړي څو د دې ننګونکې طرحې پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 128913

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/128913/

جمهور
  https://www.jomhornews.com