۰
عادله راز:

افغان حکومت تر اوسه ۲۸۱۳ طالب زندانیان خوشي کړي دي

شنبی ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۸
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وايي، حکومت تر دې دمه د طالبانو ۳۸۱۳ زندانیان له زندانونو خوشي کړي دي.
افغان حکومت تر اوسه ۲۸۱۳ طالب زندانیان خوشي کړي دي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وايي، حکومت تر دې دمه د طالبانو ۳۸۱۳ زندانیان له زندانونو خوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن راز چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په انلاین غونډه کې وینا کوله، ویلي، افغان حکومت په مسوولانه ډول د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ جاري ساتلې ده او د ۵ زره بندیانو له ډلې یې تر اوسه ۳۸۱۳ تنه خوشې کړي دي.

نوموړې یو ځل بیا په ټينګار سره زیاته کړې، افغان حکومت سولې ته د رسېدو لپاره ژمن دی، خو تر چې اوربند ونشي حکومت نشي کولای ولسي اجماع رامنځته کړي.

هغې ویلي« طالبان باید درک کړي چې سوله او اوربند د افغانانو اساسي غوښتنه ده، نه یوازې د افغان دولت، دوی باید د ملګرو ملتونو د سرمنشي له غوښتنې سره سم اوربند وکړي تر څو اړمنو ته مرستې ورسوو.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې وايي، سوله کولی شي په افغانستان کې ولسواکي پیاوړې کړي.

د یادونې ده، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه تېره ورځ په انلاین ډول وشوه چې ورته د یوناما مشرې دیبورا لیوینز هم د افغانستان اړوند خپل درې میاشتنی راپور ولوست.

په دغه غونډه کې د ګڼو هېوادونو استازو د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندیښنه وښودله او پر دوی یې سولې ته د رسېدو لپاره د اوربند غږ کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي