۰
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران:

پاکستان دې طالبان ختم کړي، موږ خبرو ته چمتو یو

شنبی ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۶
د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم مشرانو د پاکستان له حکومت سره د مذاکراتو وړاندیز په مشروط ډول ومانه وايي، پاکستان د طالبان ختم کړي دوی، خبرو ته چمتو دي.
پاکستان دې طالبان ختم کړي، موږ خبرو ته چمتو یو
د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم مشرانو د پاکستان له حکومت سره د مذاکراتو وړاندیز په مشروط ډول ومانه وايي، پاکستان د طالبان ختم کړي دوی، خبرو ته چمتو دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مشر منظور پښتین، علي وزیر او محسن داوړ اسلام آباد کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال و ویل، چې  پاکستان دې لومړی پر پښتنو او د غورځنګ پر غړو تشدد بند کړي.

ښاغلي پښتین وايي، پاکستان د پي  ټي اېم باور ته زیان رسولی او اړتیا ده، چې دا باور بېرته جوړ او پر پښتنو او د غورځنګ پر غړو له تشدد کولو لاس واخلي.

منظور پښتین و ویل«ریاست دې لومړی په  پښتنو تشدد کم کړي موږخبرو ته چمتو یو، پوځ او استخبارات به هم دې مذاکراتو ته حاضريږي، ځکه زموږ زیات حسابونه له هغوی سره دي او ملکي حکومت صلاحیت نه لري.»

په ورته وخت کې علي وزیر ویلي، پاکستاني حکومت تل پښتنو، بلوڅانو،‌ سیندیانو او نورو مظلومو خلکو ته د مذاکراتو په نامه دوکه ورکړې ده.

د هغه په وینا دا ځل که بیا ریاست مذاکرات کول غواړي نو بشپړه چمتوالی دي ونيسي او ټول اړخونه دي راولي.

د غورځنګ د رهبرۍ بل غړي محسن داوړ ټینګار کړی، چې د پي ټي ایم او ټولو پښتنو اصلي ستونزه د پښتنو په سیمو کې د طالبانو موجوديت دی او دوی دا ډلي کاملا ختمول غواړي.

محسن داوړ ویلي، غورځنګ مذاکراتو ته حاضر دی، خو د پاکستان حکومت تل د مذاکراتو منځ کې خنډونه پیدا کړی دي.

هغه زیاته کړې«مذاکرات کوو، مخکي هم وړانديزونه شوي، خو پاکستاني حکومت بېرته په منځ کې داسې کارونه کړي، چې د خبرو پروسه يې درولې، دا ځل له موږ سره لومړی باور جوړونه رامنځته کړي.»

د یادونې ده چې پي ټي ایم له دوه نیمو کلونو راهیسې د پښتنو په سیمو کې د پاکستاني پوځ د ظلمونو، عملیاتو، ورانیو، جبري نادرکه کولو، ماینونو، بې کوریو او مدني محرومیتونو د حساب غوښتلو له نعرې او د طالبانو ورکولو له شعار سره راپورته شوي دي.

دغه حرکت د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې مجبور کړ چې د دفاع وزیر په خوله ورسره د مذاکراتو د پیلولو اعلان یې وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي