۰
رویټرز:

د بندیانو پر سر اختلاف حل شوي، ژر به بین الاافغاني خبرې پيل شي

شنبی ۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۹
رویټرز خبري آژانس د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو پر سره اختلاف حل شوی او ډېر ژر به د سولې بین الاافغاني خبرې پیل شي.
د بندیانو پر سر اختلاف حل شوي، ژر به بین الاافغاني خبرې  پيل شي
رویټرز خبري آژانس د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو پر سره اختلاف حل شوی او ډېر ژر به د سولې بین الاافغاني خبرې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپور وايي، د دواړو خواوو ترمنځ اختلاف د شاوخوا ۲۰۰ داسې طالبانو پر سر و چې د افغانستان د حکومت او د ناټو د ځینو قوماندانانو په وینا په لویو او خونړیو حملو کې لاس لري.

د افغانستان حکومت ټینګار کاوه چې د دغو کسانو په ځای به نور طالب بندیان خوشي کړي، چې سرچینې په وینا طالبانو له دې  کار سره موافقه کړې ده.

رویټرز ته یوې سرچینې ویلي، طالبانو د خپلو متبادلو بندیانو له خلاصون سره موافقه کړې ځکه چې که دا کار ونه کړي خبرې ځنډېږي.

دغه آژانس وايي، درو سرچینو ورته ویلي، فکر نه کوي چې د ۲۰۰ یا ۳۰۰ طالبانو نه خلاصون به د دې سبب کېږي چې طالبان د افغانستان د حکومت د بندیانو له خلاصونه ډډه وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د حکومت یوې سرچینې هم تاییدي کړې، چې د بندیانو مسله تر ډېره حده حل شوې او حکومت به د خطرناکو طالبانو په ځای نور طالبان خوشي کړي.

د دې سرچینې په وینا حکومت له طالبانو څخه تضمین غوښتی چې هېڅ دولتي سرتېری به له ځان سره بندي نه ساتي.

دې سرچینې همداراز زیاته کړې، چې د دواړو خواوو ترمنځ به د سولې خبرې د جولای په نیمايي کې پیل شي.

په همدې حال کې پاکستان ویلي چې ژر به بین الافغاني خبرې پیل شي او د بندیانو پر سر د اختلاف مسله به حل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پنجشنبې په ورځ له رویټرز سره په مرکه کې ویلي، شرطونه یو په بل پسې پوره شوي او عمومي نظر دا دی چې وړاندې تګ ته لاره خلاصه ده. زه تمه لرم چې ژر به خبرې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې  پرون افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې هم ویلي و، چې ډېر ژر به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي